صلاح الدين رباني: د امريکا خوا د سولې طرحه د جمعيت ګوند په چوکاټ کې مطالعه او خپل دريځ به روښانه کړو 

روهي (پنځه نۍ/۲۱ د کب)، د جميعت ګوند مشر صلاح الدين رباني وايي چې د سولې بهير او د يو انتقالي حکومت په اړه د امريکا متحدو ايالتو د حکومت د طرحې په اړه به وروسته خپل دريځ روښانه کړي. 

صلاح الدين رباني ويلي دي چې ياده طرحه اوس مهال نه ردوي او نه يې هم هرکلی کوي؛ د جمعيت ګوند د کړنلارې اړوند يې مطالعه کوي او بيا به يې په اړه خپل دريځ وړاندې کوي. 

صلاح الدين رباني تېره ورځ په يوې ناستې کې ويلي دي چې د سولې په اړه د جمعيت ګوند دريځ تر اوسه هغه پخوانی دی چې اته مياشتې وړاندې يې وړاندې کړی دی. 

د يادونې ده چې د امريکا متحدو ايالتو يادې طرحې سره د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح توند غبرګون ښوودلی او ويلي دي چې حکومت يې پلي کولو ته هوکړه نه کوي.