د ایران حکومت ۳۰۶ تنه افغان بندیان د افغانستان حکومت ته سپارلې دي

روهي (پنځه نۍ/۲۱ د کب)، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د افغانستان او ايران تر منځ د بندیانو لیږد د هوکړې پربنسټ، پرون چهارشنبه ٣٠٦ تنه افغان بندیان چې د ياد هېواد په زندانونو کې توقیف شوي وو، د لیږد په لومړي پړاو کې د استول شوي افغان پلاوي له خوا د اسلام کلا پولې څخه هېواد ته انتقال شوي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دغه زندانيان د کابل او تهران ترمنځ د بندیانو لیږد د هوکړې له مخې، د حبس پاتې دوره به په افغانستان کې تيره کړې.

وزارت همدا راز زیاتوي، چې د دې بهیر په دوهم پړاو کې به د ایران له زندانونو څخه یو شمیر نور افغان بندیان هم د روان لمریز کال د کب په ٢٤مه هېواد ته انتقال شي.