له یوې اوونۍ راهیسې ۵۰ امنیتي سرتیري پکې محاصره وو طالبانو نن المار ولسوالي سقوط کړه

روهي ( پنځه نۍ / ۲۱ د کب )، نن له غرمې مخکې د فاریاب ولایت المار ولسوالۍ د وسله والو طالبانو لاسته لوېدلې.
 
د فاریاب ولایتي شورا غړي وایي، په دې ولسوالۍ کې ۵۰ تنه امنیتي سرتیري له یوې اوونۍ راهیسې د طالبانو په محاصره کې وو.
 
د ولایتي شورا خبرو په استناد تېره ورځ د فاریاب له مرکز مېمنې څخه سلګونه مرستدویه سرتیري المار ولسوالۍ ته تللي و څو له محاصره ځواکونو سره مرسته وکړي خو په ټکو یې نه و توانیدلي او بېرته راستانه شوي وو.
 
نن د فاریاب امنیه قوماندانۍ هم منلي چې ددې ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد صدیق پتنګ له طالبانو سره یو ځای شوی.
 
تر اوسه حکومتي چارواکو او وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.