روهي (پنځه نۍ/۲۱ د کب)، کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د انرژۍ د خدماتو د تنظیم اداره دې هغو ساحو ته د انرژۍ د رسولو لپاره لومړیتوب ورکړي چې د کانونو استخراج او پروسس پکې ترسره کیږي.
د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري د انرژۍ د چارو د تنظیم ادارې له رئیس ډاکټر داود میرزایي سره په لیدنه کې ویلې، چې د کانونو استخراج او پروسس، د زیربنایي خدماتو شتون ته اړتیا لري.
نوموړي وایي، چې د انرژۍ د خدماتو د تنظیم اداره دې هغو ساحو ته د انرژۍ د رسولو لپاره لومړیتوب ورکړي چې د کانونو استخراج او پروسس پکې ترسره کیږي.
په ورته مهال د انرژۍ د خدماتو د تنظیم ادارې عمومي رئیس ډاکټر داود میرزایي ددې لیدنې پ مهال د خپلې ادارې له اړخه د هر ډول همکاریو ژمنه کړې.
وروستي