.jpg)
روهي (پنځه نۍ/۲۱ د کب)، د افغانستان پر بیارغونه د متحده ایالتو څارونکی جان سوبکو وایي، چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل به دا هېواد له سخت حالت سره مخ کړي.
نوموړي د امریکا متحده ایالتو هغه پریکړه او طالبانو سره شوی تړون چې له مخې به یې د مې میاشتې تر لومړۍ نیټي بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي یو خطرناک حالت بللی.
سوبکو خبرداری ورکړی چې د امریکايي سرتېرو وتل به د افغان امنیتي ځواکونو پر تجهیز او وسایلو بد اغېز ولري او افغان حکومت به وګواښي.