
روهي (پنځه نۍ/۲۱ د کب)، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د ترکیې سفارت له مرستیال سره کتلي دی.
د همدې کتنې په تړاو په قطر کې د ترکیې سفارت ویلې چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د افغان سولې اړوند پر مهمو مسایلو بحث کړی دی.
د راپورونو له مخې ویل کېږي چې په دې لیدنه کې په استانبول کې د مارچ په ۲۷مه د افغان سولې په اړه د جوړېدونکي کنفرانس پر سر هم خبرې شوې دي خو دا خبر لا هم کومو رسمي سرچینو نه دی تائید کړی.