ویسټنډیز د یوه ورځینیو لوبو پیل هم په بریا وکړ

روهي (پنځه نۍ/۲۱ د کب)، وروسته له شل اوریزه سیالیو سریلنکا د کوربه ویسټنډیز خلاف خپله لومړۍ یوه ورځینۍ سیالي بایلوده.

سریلنکا د ټاس په ګټلو لومړۍ توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په ۴۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو د دانوشکا ګواناتیلکه او کارونراتني د نیمه سلیزو پر مټ ۲۳۲ منډې جوړې کړې.

ویسټنډیز ته جېسن محمد او جېسن هولډر دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.

ټاکلی هدف، ویسټنډیزۍ لوبډلې د سیالۍ ۴۷ اوور کې د شای هوپ د ۱۱۰ او ایون لیوېس ۶۷ منډو پر مټ پوره او په اتو ویکټو یې سریلنکا ته ماتې ورکړه.

شای هوپ د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
دواړه لوبډلې به خپله دوهمه لوبه سبا ورځ ترسره کړي.