افغان لوبډله او ټسټ لوبې

افغانستان کریکټ ملي لوبډلې په ۲۰۱۷ م کال کې د بشپړ غړیتوب اخیستو وروسته د ۲۰۱۸ کال د جون پر څوارلسمه د هندوستان خلاف لومړۍ نړیواله ټېسټ لوبه پیل کړه، کومه چې هندۍ لوبډلې په یو اننګز او ۲۶۲ منډو وګټله،  او افغان لوبډلې وروستۍ ټېسټ لوبه د ۲۰۱۹ کال نومبر کې د ویسټنډیز خلاف ترسره کړي کومه کې چې ویسټنډیز بریا خپله کړه.

افغانستان په ټوله کې تر دا وخته څلور نړیوالې ټېسټ لوبې ترسره کړي چې له جملې یې ایرلېنډ او بنګلادېش کریکټ ملي لوبډلو ته ماتې ورکړي خو له هند او ویسټنډیز یې بیا ماتې منلي دي.
د افغانستان له لوري په ټېسټ لوبو کې تر نورو غوره پنځه منډې جوړونکي لوبغاړي عبارت دي له رحمت شاه زرمتی، اضغرافغان، ابرهیم ځدراڼ، حشمت شهیدي او اغسر ځاځي څخه چې په ترتیب سره یې په ټېسټ لوبو کې (رحمت شاه په څلور لوبو کې ۲۹۸، اضغر افغان په څلور لوبو کې ۲۴۹، ابراهیم ځدراڼ په دوه لوبو کې ۱۴۸، حشمت شهیدي په دریو لوبو کې ۱۳۸ او افسر ځاځي په دریو لوبو کې ۱۳۵ منډې جوړي کړیدي).

د توپ اچونې په برخه کې راشدخان او یامین احمدزی د افغانستان لپاره په ټېسټ لوبو کې تر نورو ښه ثابت شوي.
راشد په څلور لوبو کې ۲۳ او یامین بیا په څلور لوبو کې لس لوبغاړي سوځولي دي.
حمزه هوتک چې د افغان لوبډلې لېفټي یا چپ لاسی سلو توپ اچونکی دی، په یوازینی ټېسټ لوبه کې یې د مقابلې لوبډلې څلور لوبغاړي سوځولي دي.

د افغانستان لپاره په ترسره شویو ټېسټ لوبو کې تر نورو زیات کیچونه ابراهیم ځدران په یوه لوبه کې درې کیچونه ترلاسه کړي او ویکټ ساتونکو له لوري بیا اکرام عليخېل غوره ریکارډ لري، هغه په یوه لوبه کې د څلور کیچونو ترڅنګ یو سټمپ اوټ هم ترلاسه کړی.

په ټېسټ لوبه کې د افغان توپ وهونکو له لوري غوره پرټنرشيپ یا ملګرتیا د احسان جنت او رحمت شاه زرمتي ترمنځ ثبت شوي.
دواړو لوبغاړو په دوهمه ویکټ په کال ۲۰۱۹ د مارچ پر پنځلسمه د ایرلېنډ خلاف د ۱۳۹ منډو ملګرتیا ترسره کړي.
د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله دا وخت د ټېسټ لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې لسم مقام لري.

افغان لوبډله به د خپل ټېسټ کریکټ د تاریخ پنځمه او شپږمه لوبه د راروانې مارچ میاشتې په دوهمه او لسمه نیټو د سیالې زمبابوې لوبډلې خلاف د اماراتو په شیخ زاید نړیوال کریکټ لوبغالي باندې پیل کړي.
افغان کریکټ بورډ یادو سیالیو ته دا ځل د ځوانو لوبغاړو په شتون کې خپله ۲۱ کسیزه لوبډله اعلان کړي چې په لاندې ډول ده.

ابراهیم ځدراڼ، جاوېد احمدي، عبدالمالک، رحمت شاه، حشمت شهیدي، اضغر افغان، شاهد کمال، بهیرشاه محبوب،ناصرجمال،  افسرځاځی، منیر کاکړ، راشدخان، زهیرخان،حمزه هوتک، ضیاءاکبر، عبدالواسع، یامین احمدزی، سیدشیزاد،وفادار مومند، فضل الحق فاروقي او محمد سلیم صافی.
د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله به د زمبابوې خلاف له ټېسټ لوبو وروسته درې شل اوریزه سیالۍ هم ترسره کړي، د کومو لپاره چې به وروسته لوبډله هم اعلان شي.