د افریقا په لویه وچه کې پروت هېواد زمبابوې او  د کریکټ تاریخچه یې

که د ژوند په هره برخه کې د یو څه د ستونزو او پرمختګونو په اړه بحث کوو، نو ممکن لومړۍ یې د وخت او تجربې پوښتنه وکړو چې یاد (توکی، لوبغاړی او ....) کله منځته راغلی او په اړوند بخش کې یې څومره کار کړی.

ورزش بلخصوص کریکټ او پکې لوبیدونکي لوبغاړي هم همداسې کیسه پخپل ذات کې لري.
که د دوه لوبغاړو یا دوه لوبډلو مقایسه کوو نو لومړۍ یې پدې غږیږو چې یاد لوبغاړي څومره کورنۍ او څومره نړیوال کریکټ کړی؛ چې وروسته په اسانۍ سره بیا د دوی ترمنځ غوره کریېر لرونکی انتخابولی شو؛ خو بعضې استثناوې شتون لري لکه طبیعي وړتیا او استعداد.

زمبابوې په ۱۹۹۲ م کال کې د کریکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.
د زمبابوې د کریکټ تاریچه تر ۱۸مې پیړۍ وروستیو کالونو ته رسیږي، کوم وخت چې زمبابوې په رودیشیا نوم باندې مشهوره وه.
زمبابوې نړیوال کریکټ د اسټرالیا خلاف په کال ۱۹۸۳ کال د جون پر نهمه له یوه ورځینیو لوبو پیل کړ.

د ټسټ کریکټ پیلیزه لوبه یې د هند خلاف په ۱۹۹۲ کال کې ترسره کړه او د نړیوالو شل اوریزه لوبو پیل یې د ۲۰۰۶ کال د نومبر په ۲۸مه د بنګلادېش خلاف په بنګلادېش کې وکړ.
زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې تر دا وخته ۱۱۱ ټسټ، ۵۳۲ یوه ورځینۍ او ۷۹ نړیوالې شل اوریزه لوبې ترسره کړي چې په ترتیب سره  په یادو لوبو کې ( ۱۳ ټېسټ لوبې یې ګټلي، ۷۰ یې بایللي او ۲۸ مساوي شوي؛ ۱۳۸ یوه ورځینۍ لوبې یې ګټلي، ۳۷۵ یې بایللي، ۸ مساوي شوي او ۱۱ بې پایلې پای ته رسیدلي؛ او هم یې له ۷۹ نړیوالو شل اوریزه لوبو ۱۸ ګټلي، ۵۹ یې بایللي او ۲ مساوي پای ته رسیدلي).

زمبابوې اوس د ټسټ کریکټ په نړیواله درجه بندۍ کې یوولسم، په یوه ورځینیو لوبو کې څوارلسم او د شل اوریزه نړیوالو لوبو په درجه بندۍ کې دوولسم مقام له ځانه سره لري.
د زمبابوې هېواد د کریکټ پنځه نړیوال منل شوي د کریکټ لوبغالي لري چې عبارت دي له پخوانۍ هراریانز کریکټ لوبغالی، هرارې سپورټس کلب لوبغالی، کیوي سپورټس کلب لوبغالی، کوینز لوبغالی او د بولاویو نړیوال کریکټ لوبغالی.

د زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې د ټسټ لوبو لوبډلمشر سین ویلیمس او د یوه ورځینیو او شل اوریزه لوبو مشري یې بیا چمو چیباهبا په لاس کې ده. پخوانی لوبغاړی هامېلټن ماسکدزه د زمبابوې د کریکټ ډایریکټر او د افغانستان پخوانی روزونکی هندی لعل چند راجپوت یې د لوبډلې د مشر روزونکي دنده پر غاړه لري.

تر دا وخته ۱۱۴ لوبغاړي په ټسټ، ۱۴۲ په یوه ورځینیو او ۶۳ لوبغاړي د زمبابوې لپاره په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې لوبیدلي دي.

د زمبابوې کریکټ ملي لوبډله په لومړیو کې پوره غښتلي او برلاسي وه، یاده لوبډله د ۱۹۹۹ کال په نړیوال جام کې تر پنځم مقام رسیدلي وه خو له هغه وروسته د زمبابوې لوبډله د یاد هیواد د کریکټ په اداره کې د شته فساد او ستونزو پر اساس په نړیواله کچه له بد وضعیت سره مخ شوي خو دې وروستیو کې یې بېرته د یو ښه حالت پر لور د ورتلو ګامونه روان کړي.