عمران خان یو ځل بیا د خبرو له لارې د افغان جګړې پر ختمیدو ټینګار کړی


روهي (پنځه نۍ/۲۱ د کب)، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي، چې په افغانستان کې د روانې جګړې د ختم لپاره باید په خبرو تمرکز وشي.

عمران خان چې تېره ورځ یې د ازبکستان له لومړي وزیر سره کتلي ویلې چې د افغانستان جګړې د ختمولو لپاره د خبرو له روان بهیر ملاتړ کوي او په دې باور دی چې دا کشاله یوازې د خبرو له لارې حل کیدی شي.

عمران خان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې نوموړي له دې وړاندې هم ټينګار کړی چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي او د افغانستان امنیت یې د سیمې د امنیت په مانا بللی و.