د اضغر افغان او حشمت د ۱۷۶ منډو ملګرتیا سره به افغانستان نن له زمبابوې سره د ټسټ سیالۍ دویمه ورځ پیلوي

روهي (پنځه نۍ/۲۱ د کب)، د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ټسټ سیالیو دویمه سیالۍ چې پرون د متحده عربي اماراتو په ابو ظبۍ کې پیل شوه نن لس بجې به یې دویمه ورځ پیل شي.

د دویمې ټسټ لوبې د ټاس له ګټلو سره افغان کپتان لومړۍ د بیټ کولو پریکړه چې د ورځې تر پایه افغانستان د خپلو دریو لوبغاړو په سوځیدو تر دا مهاله ۳۰۷ منډې جوړې کړې دي. 

افغان منډه جوړونکي چې د تېر ځل په پرتله دا وار د زمبابوې په وړاندې پیاوړي ښکاري د لوبې په لومړۍ ورځ ځوان لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ ۷۶، کپتان اضغر افغان ناسوځیدلي ۱۰۶ او کیڼ لاسي حشمت شهیدي ناسوځیدلې د ۸۶ منډې جوړې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې د اضغر افغان او حشمت شهیدي ترمنځ د ۱۸۶ منډو ملګرتیا د افغانستان د ټسټ کرکټ تر ټولو ډېره ملګرتیا حسابیږي چې دواړه لوبغاړي به نن هم ددې ملګرتیا د غځولو لپاره لوبې ته ادامه ورکوي.