د کرونا وېروس سره د مبارزې لپاره د امریکا کانګرس د جوبایډن تر ټولو ستره طرحه تصویب کړه

روهي (پنځه نۍ/۲۱ د کب)، په متحده ایالتو کې د کرونا وېروس سره د مبارزې لپاره کانګرس تر ټولو ستره مالي طرحه تصویب کړه.

د کانګرس له تصویب وروسته د شاوخوا ۱۹۰۰ میلیاردو ډالرو ددې طرحې له تائید وروسته به د دا پیسې د امریکا د اقتصاد په بیا سمونه کې وکارول شي.

دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستره تصویب شوې طرحه بلل شوې، چې ددې هېواد د سنا ځینی غړي دا ډېرې پیسې بولي او په وینا چې د بایډن حکومت غواړي ترڅو په دې طرحه کې خپل ځیني پروګرامونه شامل کړي.