د بخښنې نړیوال سازمان وایي چې د میانمار پوځ د لاریون کوونکو پر ضد وژونکي تکتیکونه کاروي

 

روهي (پنځه نۍ/۲۱ د کب)، د بخښنې نړیوال سازمان وایي، چې په میانمار کې د تیرو څو اونیو ډله ییزو لاریونونو ویډیو او تصویري شواهد ښیي چې د میانمار اردو د سوله ایز لاریون کونکو پر ضد د "وژنې سپرې" ترسره کولو لپاره وژونکې تاکتیکونه او د جګړې ډګر وسلې کاروي. 

د بخښنې نړیوال سازمان وایي، چې د پنجشنبې په ورځ یې په یوه راپور کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا او نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د تاوتریخوالي د بندولو لپاره اقدام وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان په وینا چې د کړکیچ د شواهدو لابراتوار د روان کړکیچ له ۵۵ ډیرې ویډیوګانې تایید کړې چې امنیتي ځواکونه "داسې بریښي چې پلان شوي، سیستماتیکې ستراتیژیانې پلې کوي چې د مرګونې قوې کارول هم پکې شامل دي."