د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر په قطر کې له دیبرا لاینز سره کتلې دي

 
 
روهي (څلور نۍ/۲۰ د کب)، قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وایي چې پرون ماښام د سیاسي دفتر مشر ملا برادر د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازې دیبرا لاینز سره کتلي دي.

وردګ وایي، چې په دې ناسته کې د افغانستان پر وضعيت سربېره د بین الافغاني مذاکراتو، د دوحې تړون پر عملي کولو، د بندیانو د خلاصون، د تور لست څخه د طالب مشرانو ختمولو او د امریکا له لوري پر وړاندیز شوي نوې طرحې باندي بحث وشو.