
روهي (څلور نۍ/ ۲۱ د کب)، د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وایي، چې د زابل ولایت، مرکز قلات د نوخیز کلي کې د توری بند پروژې چارې پيل شوې.
د مسؤلینو په وینا، چې دغه بند به د موسمي سیلابونو مخه ونیسي، ۸۷۰ هکټاره ځمکه به خړوبه کړي؛ ۱،۸ میلیونه متر مکعب اوبه به ذخیره کړي چې په جوړیدو سره به یې د زابل ۳۴ زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
توری بند د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا سروې، ډيزان شوی چې د افغانستان دولت په مالي لګښت چې تر 92 میلیونو افغانیو څخه زیاتې کیږي چارې پيل او د ۲ کالو په موده کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.