دولتي او خصوصي ښوونځيو کې د ترانو ويل بند شول 

روهي (څلورنۍ/۲۰ د کب)، د هېواد د پوهنې وزارت د پرېکړې پر بنسټ دولتي او ښوونځيو کې د هغه نجونو له خوا چې عمرونه يې له ۱۲ کلنۍ پورته وي، ترانې ويل اجازه نه لري. 

پوهنې وزارت ويلي دي چې له ۱۲ کلنۍ پورته عمر لرونکې نجونې د منځنۍ او لېسې دورې زده کړو ته دننه شوې وي او کورنيو يې شکايت کولو چې له درس وراېخوا يې دا ډول چارې د درس پر وړاندې خنډ ګرځي. 

پوهنې وزارت ويلي دي چې له ۱۲ سترې نجونې يوازې په هغه مراسمو کې ترانې ويلی شي، چې ګډونوالې يې ټولې نجونې وي. د افغانستان په دولتي او خصوصي ښوونځيو کې په ډېرۍ ناستو کې د نجونو او هلکانو له خوا ترانې ويل کيږي.