افغان حکومت، طالبانو او نړیوالې ټولنې ته د سل زره افغان ښځو لیک روانه جګړه پای ته ورسوی

روهي (څلور نۍ/۲۰ د کب)، د جګړې پر ښکېلو خواو د افغان میرمنو غږ دوی چې د هېواد له پنځلسو ولایتونو یې د سل زره میرمنو لخوا یو لیک چمتو کړی، غواړي ترڅو په هېواد کې روانه جګړه پای ومومي.

 د دوی په خبره چې جګړې له افغان میرمنو ګڼ حقونه اخیستې او پکار ده چې په هېواد کې د میرمنو وضعیت ته پام وشي دوی چې نن یې په کابل کې د یو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال رسنیو سره خبرې کولې وویل چې د افغان سولې له روان بهیر سره هممهاله په افغان حکومت او طالبانو غږ کوي چې د سولې په خبرو کې د ښځو حقوق خوندي وساتي.

د دوی په باور افغان میرمنو د سولې په ټینګښت او په ټولنه کې د پرمختګ په تامین کې مهم رول لرلی نو پکار ده چې د خبرو اړخونه او په خاص ډول طالبان دا ومني چې افغان میرمنې په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو چارو کې ونډه واخلي.

کنفرانس ته د ښځو چارو سرپرستې وزیرې حسینې صافۍ په هېواد کې د ښځو وروستي پرمختګونه هیله بښوونکې وبلل او ډاډ یې ورکړ چې افغان دولت د ښځو د حقونو او پرمختګ په برخه کې ژمن دی او دوی به په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

افغان میرمنو د یاد کنفرانس پرمهال په افغان جګړه کې د دخیلو ډلو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې ژر تر ژره دې یو دایمې او ټول شموله اوربند ته لار هواره کړي او د افعانستان دې روان جنګ ته دې د پای ټکی کیږدي.

باید یاده شي چې د جګړې پر ښکېلو خواو د افغان میرمنو دا غږ داسې مهال راپورته کیږي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې افغان میرمنې د ځینو خاصو بریدونو قرباني دي.