رېښتنې کيسه: هندۍ ناوې له ډېرې ژړا وروسته مړه شوه 

روهي (څلورنۍ/۲۰ د کب)، د هندوستان په ادېشا ايالت کې يوه ناوې وروسته له هغې ومړه چې د خپل پلار له کوره د وتلو پر مهال يې ډېر وژل او وروسته يې د زړه حملې له امله ساه ورکړه. 

هندي رسنيو لېکلي دي چې ناوې د خپل خاوند کور ته د تګ پر مهال له احساساتو ډکه ژړا کړې چې د زياتې ژړا له امله يې پر زړه فشار راغلی، او د زړه حملې له امله مړه شوې ده. 

هغه مهال چې ناوې بې هوښه شوې روغتون ته وړل شوې خو د طبي معايناتو وروسته په ګوته شوې چې ناوې خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. 

د هندوستان په يو شمېر لېرو پرتو سيمو کې دا يو دروند رواج دی، چې ناوې د خپل پلار له کوره د تګ پر مهال ژاړي او د خپګان څرګندونه کوي.