د امريکا په وړانديز او د ملګرو ملتونو په مشرۍ د حکومت او طالبانو ترمنځ ناسته د مارچ په ۲۷مه ترکيه کې جوړيږي

روهي (څلورنۍ/۲۰ د کب)، ټاکل شوې ده چې د افغان سولې په اړه د حکومت او طالبانو په ګډون د ترکيې ناسته به د همدې مياشتې په ۲۷مه نېټه ترکيه کې جوړه شي. 

دغه ناسته چې مشري يې ملګري ملتونه کوي د امريکا د متحدو ايالتو حکومت په وړانديز جوړيږي؛ لا يې په اړه پرېکړه نه ده شوې خو افغان حکومت او طالبان به يې ګډونوال وي. 

د يادې ناستې په اړه د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير انتونی بلنکېن په يو ليک کې ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ته ويلي وو او همدا ډول يې ياده موضوع طالبانو سره شريکه کړې ده. 

تر اوسه افغان حکومت او همدا ډول طالبانو په يادې ناستې کې د ګډون او يا نه ګډون په اړه څه نه دي ويلي.