میدان وردګ کې سږ کال څه باندې ۳۱ ټنه شات تولید شوي


روهي (څلور نۍ/۲۰ د کب)،  د میدان وردګو ولایت د کرنې مسؤلین وایي، چې روان کال په دې ولایت کې ۳۱ ټنه شان تولید شوې دي.

د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د شاتو مچیو روزنې صنعت د پراخېدو او د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په پار یې د شاتو مچیو روزنکو سره په ګډه هڅې پیل کړي دي، ترڅو په دې ولایت کې د شاتو مچیو روزنې صنعت ته وده او پراختیا ورکړي، ددغو هڅو په پایله کې ددې ولایت د شاتو د تولیداتو کچه څه باندې ۳۱ ټنو ته ورسېد.

د میدان وردګو ولایت د کرنې رئیس ولید احمد تسل وایي، چې د مچیو روزلو له ۱۶۱ کوچنیو او لویو فارمونو څخه چې ۵ زره او ۵۵۱ کورنۍ په کې روزل کېږي، سږ کال څه باندې ۳۱ ټنه شات تر لاسه شوي دي.