ضعيف: طالبان او امريکا اوس مهال پر درېيو مهمو مسايلو سره خبرې کوي 

روهي (څلورنۍ/۲۰ د کب)، طالبانو ته نېږدې يو شمېر سرچينو رسنيو ته ويلي  دي چې د افغان سولې په اړه د زلمي خليلزاد له خوا تازه راوړل شوې طرحې په اړه د نوموړي او طالب سياسي مشرانو ناستې او مشورې کيږي. 

اسلام اباد کې د طالبانو د وخت افغان سفير ملا عبدالسلام ضعيف ويلي دي چې همدا اوس د طالبانو او امريکا ترمنځ د تاوتريخوالي پر کمښت، بنديانو خوشي کېدو او د ملګرو ملتونو له تور نوملړ د طالب مشرانو د نومونو اېستلو خبرې روانې دي. 

کابل ته له سفر وروسته خليلزاد د ټول - شموله حکومت له هغې طرحې سره چې طالبان به يې هم برخه وي دوحې ته تللی او دغه طرحه يې له طالب مشرانو سره شريکه کړې ده.