
روهي (څلور نۍ/۲۰ د کب)، ټاکل شوې چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د دوو ټسټ لوبو لړۍ دویمه لوبه نن ۱۰ بجې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ابو ظبي سن شاین ټسټ لوبلړۍ په دویمه لوبه کې به افغانستان د زمبابوې پر وړاندې د عربي متحده اماراتو په شېخ زاید کرکټ لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ښکته شي.
د یادونې وړ ده چې ددې لوبلړۍ لومړۍ لوبه د زمبابوې ملي لوبډلې د لسو ویکټو په توپیر ګټلې وه.