دیبرا لاینز په دوحه کې له افغان حکومت مرکچي پلاوي سره کتلي

روهي (څلور نۍ/۲۰ د کب)، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، دیبرا لاینز دوحه کې د افغان حکومت له مرکچي پلاوي سره کتلي.

دواړه لوریو ددې لیدنې  پر مهال د افغان سولې پروسې اړوند وروستیو پرمختګونو، راتلونکو مرحلو، د سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پر اهمیت او همدا راز د سولې خبرو کې د ملګرو ملتونو پر همکارۍ بحثونه شوي دي.

د افعانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز پرون د قطر پلازمینې دوحې ته تللې، چې ویل کیږي نوموړي به په دې سفر کې د دواړو مرکچې پلاوو سره د لیدنو ترڅنګ د افغان سولې بهیر کې د ملګرو ملتونو پر رول خبرې وکړي.