پاکستان کې د امنیتي خطر خبرداری؛ امنیتي ځواکونو ته د تیارسۍ امر شوی

روهي (څلور نۍ/۲۰ د کب)، په پاکستان کې د طالبانو د یو شمېر خونړیو بریدونو وروسته، د دې هېواد په څو ښارونو کې د امنیتي خطر خبرداری ورکړل شوی دی. 

پاکستاني چارواکو پرون سې شنبه ویلې، چې د پاکستاني طالبانو وروستي بریدونه ښیې چې د طالبانو تحریک غواړي په تدریجي ډول خپلې لیکې منظمې کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي، استخباراتي معلومات یې ښیې چې طالبان هڅه کوي خپل پټ مرکزونه بېرته فعال کړي.

د پاکستان، پولیسو، پوځ، نیمه امنیتي او پوځي ارګانونو ته سپارښتنه شوې چې د پاکستاني طالبانو د لا ډېرو بریدونو د مخنیوي لپاره په تیارسۍ حالت کې و اوسېږي.