په کور د ننه د سولې لپاره د ناستو بهیر بیا زیات شوی خو له نوي طرحې سره د افغان حکومت مخالفت اغیز لري؟

روهي ( درې نۍ / ۱۹ د کب )، د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سید منصور نادري سره ولیدل.
 
د ملي مصالحې عالي شورا مطبوعاتي دفتر وایي  ډاکټر عبدالله عبدالله نن سې شنبه د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ شورا غړي او د افغانستان د ملي پیوند ګوند له رهبر سید منصور نادري سره ولیدل.
 
د ملي مصالحې عالي شورا بیان کې ویل شوي د افغانستان د ملي پیوند ګوند رییس د هېواد په روانو بدلونونو، د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره د ملي اجماع پر ضرورت، د جنګ او تاوتریخوالي پر ختمېدو او د سولې په تړاو په راتلونکو ګامونو بحث او خبرې ترسره کړي.

د سولې لپاره په کور دننه د سیاسونو ناستې زیاتې شوي خو د افغانستان د سولې مسئله له لومړي سره ناندریزه وه او له ځان سره یې ډول ډول غبرګونونه او لوړې ژورې لرلې دي. 
 

وروسته له هغې چې د دوحې بهیر د امریکا له لوري ناکام وبلل شو، نو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له یوې نوې طرحې سره را میدان ته شو.
 
 خو کابل ته د هغه له راتګ او نوې طرحې تر راوړلو دوې ورځې مخکې په کابل کې د امریکا سفارت د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ته لیکونه استولي وو او دوی ته یې د ځينو مسایلو په اړه ګوتڅنډنه کړې وه.