افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دوحې ته رسیدلې

 

روهي (درې نۍ/۱۹ د کب)، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز د افغان سولې لپاره د خبرو تړاو دوحې ته تللې.

په همدې موخه په افغانستان کې د یوناما دفتر ویلې، "د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ديبرا لاينز نن دوحې ته ورسيده چې له افغان ډلو او نړيوالو همکارانو سره وويني او د افغانستان د سولې بهير پر څرنګوالي او راتلونکو ګامونو بحثونه وکړي او همدارنګه پر دې خبرې وکړي چې ملګري ملتونه په څه ډول ددغو هڅو ښه ملاتړ کولی شي".

ټاکل شوې چې لیونز به دوحه کې له طالب آستازو، د حکومت مرکچي پلاوي غړو او همداراز د افغانستان موضوع کې ښکېلو نړیوالو اړخونو سره وویني او سولې پر روان بهیر به له دوی سره خبرې اترې وکړي.