پاکستان کې د حکومت ضد ګوندونو د سختو اعتراضونو خبرداری ورکړی

 
 
روهي (درې نۍ/۱۹ د کب)، د پاکستان حکومت مخالف ګوندونو ایتلاف (PDM) وایي چې د مارچ په ۳۰ به په اسلام کې د حکومت خلاف د یو ستر لاریون په توګه را ټولیږي.

د پاکستان حکومت د ۱۱ ګوندونو ګډ ایتلاف چې پرون یې د حکومت ضد لاریونونو لپاره خپل منځي ناسته کړې خبرداری ورکړی چې له ټول هېواد به د مارچ په ۲۶ لاریونونه پیل او د مارچ په ۳۰ به په اسلام آباد کې د حکومت ضد مبارزي ته دوام ورکړي.

په پاکستان کې د حکومت ضد ګوندونه د لومړي وزیر عمران خان په حکومت نیوکه کوي او وایي، تر هغه چې په ملکي چارو کې د پوځ مداخله او د عمرام خان حکومت پای ته ونه رسیږي خپلو احتجانونو ته به دوام ورکړي.