د کوواکس په مرسته د کرونا واکسین دویمه کڅوړه کابل ته ورسېده

روهي (درې نۍ/۱۹ د کب)، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې د کوواکس ادارې د عامې روغتیا وزارت ته د کرونا واکسین لومړۍ مرسته شوې کڅوړه وسپارله.

ددې واکسین د ترلاسه کولو پرمهال د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح وویل، چې افغانستان په منځنۍ اسیا کې لومړی هېواد دی چې د کوواکس ادارې لخوا د کرونا واکسین لومړۍ کڅوړه ترلاسه کوي. 

هغه همدارنګه وویل: "کوواکس د افغانستان حکومت سره د کرونا واکسینو 16 میلیونه دوزونو ژمنه کړې، چې پاتې برخه یې په منظم ډول هېواد ته راځي او موږ هڅه کوؤ چې د کرونا 32 ملیون دوزه واکسین د روغتیایي شریکانو لخوا د هېواد @ سلنه خلکو لپاره تطبیق کړو.

دا د کرونا واکسین دویمه کڅوړه ده چې له هند وروسته د کوواکس لخوا د افغان دولت سره مرسته کېږي، چې د کرونا واکسین 468 زره ډوزه پکې شامل دي.