د احصایې او مالوماتو اداره وایي چې تر دا مهاله یې دوه نیم میلیونه برېښنایي پېژندپاڼې ویشلې دي

روهي (درې نۍ/۱۹ د کب)، د افغانستان د احصایې او مالوماتو ملي ادارې چارواکي وایي، چې د برېښنایي پېژندپاڼو د ویش له پېل تر دا مهاله له دوه نیم میلیونه ډېرو افغانانو ته برېښنایي پېژندپاڼې ویشلې دي.

د یادې ادارې مرستیال احمد طارق صدیقي زه په یوه مرکه کې ویلې، چې له دوه نیم میلیونه ډېرې برېښنايي پېژندپاڼې یې وېشلي دي او د وېش دا لړۍ لا هم چټکه روانه ده. 

د احصایې او مالوماتو ملي ادارې په کابل کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېشولو لپاره انساني سرچینې نورې هم ډېروي او ویلي دي چې له دې وروسته به په پلازمېنه کابل کې کاغذي پېژندپاڼې نه ویشل کیږي.