د افغانستان او ترکیې ترمنځ د مالدارۍ او کرنیزو همکاریو هوکړه‌ لیک لاسلیک شو

روهي (درې نۍ/۱۹ د کب)، د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د افغانستان او ترکیې حکومت د کرنې وزارتونو ترمنځ د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکاریو هوکړه‌ لیک لاسلیک شو.

دا سند چې "د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت او د ترکیې جمهوري حکومت ترمنځ د کرنې په برخه کې د تخنیکي، علمي او اقتصادي همکاریو د زمینې برابرولو هوکړه لیک" په نوم یادېږي، په انقره کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر ډاکټر انوارالحق احدي او د ترکیې جمهوري حکومت د کرنې او ځنګلوالۍ وزیر ډاکټر بکر پاکډمیرلي ترمنځ لاسلیک شو.

د کرنې وزارت په وینا چې په دې هوکړه لیک کې د داوړو هېوادونو ترمنځ د نباتاتو، نباتي حفظ الصحې برخې، مالدارۍ او نسل نیول، حیواني روغتیا، کب روزنه، د کرنې، اوبولګولو، څېړنې او ترویج میکانیزه کېدل او کرنیزې روزنې، د کلیو پراختیا او د خوړو صنعت شامل دي.