د امريکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان ۷ وژل شویو ښځو ته د

روهي (درې نۍ/۱۹ د کب)، یاده جایزه چې څو ورځې وړاندې ۷ وژل شویو افغان میرمنو ته اعلان شوې رسماً دوی ته ډالۍ شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هر کال د زوړور مېرمنو نړېواله افتخاري جایزه هغه مېرمنو ته ورکوي، چې په خپل هېواد کې يې د خلکو او ټولنې سمون ته اغېزمن کارونه ترسره کړي وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لورې دا جایزه په ننګرهار کې د انعکاس تلویزیون وژل شوې خبریالې ملالۍ میوند، فعالې فرشتې کوهستانۍ، جنرالې سهارمله فروغ، د بشر حقونو فعالې فاطمې خلیل، مریم نورزاد، فرشتې او فاطمې رجبي په ګډون یادو ۷ افعان وژل شویو میرمنو ته په ګډه ډالۍ شوه.