د سوریې ولسمشر بشار الاسد او میرمن یې په کرونا وېروس اخته شوي

 
روهي (درې نۍ/ ۱۹ د کب)، د رسنیو د راپورونو له مخې د سوریې حکومت منلې چې ددې هېواد ولسمشر بشار الاسد او مېرمنې يې اسما په کرونا وېروس اخته شوې دي.

د سوریې د ولسمشرۍ دفتر په کرونا وېروس د بشار الاسد او د هغې د میرمن د اخته کیدو په تړاو ویلې چې د دواړو وضعیت ښه دی خو په وینا یې چې دواړه به د راتلونکو دريو اوونيو لپاره به په خپل کور کې قرنطين وي. 

د یادونې وړ ده چې د سوریې له ولسمشر وړاندې د نړۍ نور ګڼ مشران هم په کرونا ېروس اخته شوې و چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترڅنګ د فرانسې اوسنی ولسمشر ایمانویل مکرون هم پکې شامل و.