روهي (درې نۍ/۱۹ د کب)، د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وایي، چې د سالنګ د بیا رغونې لپاره د ټرانس هندوکش پروژې له لارې سروې او ډیزاین بشپړ شوی او د بودیجې په تر لاسه کولو سره به د سالنګ پر اساسي بیا رغونه کار پیل شي.
د ټولګټو چارو وزارت وینا، چې په سالنګ کې به د اوسني تونل تر څنګ ۳۰۰ متره لاندې یو بل تونل هم جوړ شي د ډیزاین کار یې ۸۵ سلنه بشپړ شوی چې د شمال او مرکز تر منځ به لاره نوره هم خوندي او لنډه کړي.
وزارت همد راز زیاتوي، چې په ورته مهال سالنګونو ته تللي پلاوي د سیمې له مشرانو او عملیاتي ټیمونو لیدنه وکړه، چې پر مهال یې د سیمې خلکو د امنیت د ټینګښت او همکارۍ ژمنه ورکړه.
وروستي