د آلمان فوټبال غوره لیګ سیالیو بونډسلیګا  تاریخچه او په اړه یې مالومات

بونډسلیګا د آلمان لومړنۍ فوټبال سیالۍ دي چې ۵۷ کاله پخوا په ۱۹۶۳ میلادي کال کې پېل شوې او  ۱۸ د فوټبال کلبونه پکې لوبیږي.

ددې سیالیو فصلونه د اګست څخه تر مې میاشتو پورې دوام لري؛ چې ډیری لوبې پکې د شنبې او یکشنبې په ورځ ترسره کیږي.

ددې لیګ اوسنۍ اتل کلب د بایرن مونیخ کلب دی او ددې لیګ تر ټولو ډېر ګټوونکی کلب هم یاد کلب دی چې تر دې دمه یې د یاد لیګ په تاریخ کې ۲۹ اتلولۍ ګټلې دي.

د تاسیس راهیسې په بونډسلیګا کې پنځوسو کلبونو سیالۍ کړي چې بایرن مونیخ ترڅنګ پکې بوروسیا ډارټمونډ، هامبورګر، ورډر بریمن، بوروسیا مانچینګلاډباچ، او VfB سټټګارټ د نورو ترمنځ خورا مشهور کلبونه دي چې د یاد لیګ د اتلولۍ مقامونه یې هم ګټلي دي.

د آلمان هېواد د بونډسلیګا لیګ یو له غوره ملي لیګونو څخه دی، چې د 2020–21 فصل لپاره د UEFA لیګ کوفیف درجې له مخې په اروپا کې څلورم ځای لري؛ چې په تیرو پنځو فصلونو کې د اروپا په سیالیو کې د پایلو پر اساس د اوسط حضور په پام کې نیولو سره په نړۍ کې د فوټبال لومړی لیګ دی. 

یاد لیګ په ۱۹۶۲ میلادي کال کې د المان په ډارټمنډ کې تاسیس شو او لومړی فصل یې په ۱۹۶۳ کال کې پیل شو. د آلمان د فوټبال نورو لیګونو سره د بونډسلیګا لیګ جوړښت او تنظیم په پرله پسې توګه بدلونونه راوړي. 

 بونډسلیګا د ډیوسټر فوټبال ګروپ لخوا تاسیس شوی چې اوس د دویچ فوټبال لیګ لخوا پرمخ وړل کیږي.