د نړۍ د مشهور فوټبال غوره لیګ لالیګا سیالیو تاریخچه

په هسپانیا کې د کمپیناتو ناسیونال دا لیګ په عام ډول د (لالیګا) په نوم پیژندل شوی چې د ۲۰ فوټبال کلبونو لخوا سیالۍ پکې ترسره کیږي.

لالیګا غوره لیګ فوټبال سیالۍ ۹۲ کاله پخوا په ۱۹۲۹ میلادي کال په هسپانیا کې پېل شوې چې تر اوسه پورې پکې 62 کلبونو سیالۍ ترسره  کړي دي. 

په یاد لیګ کې تر دمه ۹ کلبونو اتلولۍ ګټلي، چې تر ټولو ډېر ریال مادرید د 34 ځله اتلولیو خپلولو سره دا ریکارډ له ځان سره لري او ورپسې بارسلونا په ۲۶ اتلولیو دوهم مقام لري.

د لیګا په تاریخ کې په ۱۹۴۰ م کالونو کې اتلیټیکو مادرید او بارسلونا د پیاوړو کلبونو په توګه راڅرګند شول، چې ډېرې اتلوالۍ یې وګټلې ورپسې په ۵۰ کالونو کې ریال مادرید او بارسلونا په مساوي توګه د یوې لسیزي په جریان کې څلور څلور اتلولۍ وګټلې.

د 1960 او 1970 کلونو په جریان کې ریال ماډریډ په لالیګا واکمني پېل کړه چې 14 اتلولۍ وګټلې.

ریال مادرید، بارسلونا، اتلټیکو مادرید، ریال سوسیډیډ او والینسیا ددې لیګ هغه تر ټولو مشهور کلبونه دي چې له نورو ډېرې اتلولۍ یې ګټلې دي.