چیمپینز لیګ د فوټبال د نړۍ تر ټولو معتبر لیګ

چیمپینز لیګ د فوټبال کلنۍ سیالۍ دي چې د اروپا فوټبال اتحادیې (UEFA) لخوا ۶۶ کاله پخوا په ۱۹۵۵ کال کې په لومړي ځل ترسره او تر نن ددې اتحادیې لخوا تنظیمږي او د اروپا ۳۲ مخکښ فوټبال کلبونه پکې لوبیږي، چې ټولټال پکې ۷۹ سیالۍ ترسره کیږي، چې د سیالیو ګټونکي د یوې ډلې او ناک آؤټ سیستم له لارې پریکړه کوي.

چیمپینز لیګ د نړۍ تر ټولو نامتو فوټبال ټورنمنټ دی او په اروپايي فوټبال کې تر ټولو معتبرې د کلب سیالۍ بلل کیږي.

ددې سیالیو اوسنۍ اتل کلب د المان بیرن مونیک دی او ددې سیالیو تر ټولو ډېر ګټوونکی کلب له ۱۳ اتلوالیو سره د ریال ماډریډ کلب دی.