د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون وایي  جدي اړتیا ده ترڅو په افغانستان کې روانه جګړه ودرول شي

روهي (درې نۍ/۱۹ د کب)، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي، چې اړتیا ده چې په افعانستان کې روان تاوتریخوالی ژر تر ژره پای ته ورسیږي.

ددې کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر تازه په خپلو څرګندونو کې ویلې چې د سولې خبرو له دوام سره د جګړې روان حالت او د پسرلي په راتګ جګړو ته تیاری اندېښمنوونکی دی.

نوموړې همدا راز ویلې، چې د موقت اوربند د افغانانو د روام ناورین نه شي ختمولی بلکې پکار ده ترڅو د یو ټول شموله او دایمي اوربند هڅې وشي او د تل لپاره په افعانستان کې د سولې ټینګښت هڅې وشي.