زلمی خلیلزاد آسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله غږیدلی

روهي (درې نۍ/ ۱۹ د کب)، د افعان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته تللی او هلته یې له پاکستان چارواکو سره پر افعان سوله خبرې کړي.

نوموړی چې پرون دووشنبه اسلام اباد تللی ورسره په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم ملګری دی.

خلیلزاد پاکستان ته د خپل سفر پرمهال ددې هېواد له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه، د 'ای. اېس. ای' له مشر جنرال فیض حمید او د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره د افغان سولې پر موضوع بحث کړی.

د یادونې وړ ده چې زلمي خلیلزاد پاکستان ته له سفر وړاندې لومړی افغانستان او بیا قطر ته د افعان سولې پروسې په تړاو سفرونه کړي و چې له افغان او طالب چارواکو سره یې لیدلي و.