ولسمشر غني: پاکستان دې نااعلان شوې جګړه پای ته ورسوي او ډیموکراتیک افغانستان دې ومني

روهي (دوه نۍ/۱۸ د کب)، ولسمشر محمد اشرف غني وایي، پاکستان باید دغه نااعلان شوې جګړه پای ته ورسوي، ازاد، مستقل او ډیموکراتیک افغانستان ومني.

نوموړي چې نن د امن او ثبات سیمه ییز کنفرانس کې چې د خېبرپښتونخوا او سویلي پښتونخوا څخه د عوامي ملي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر مشرانو او مېرمنو پکې ګډون کړی وو، وینا کوله وویل چې د افغانستان حکومت ژمن دی ترڅو روان ناورین په اساسي ډول پای ته ورسوي.

ولسمشر غني د سولې پروسې ته په اشارې وویل، چې پاکستان دې له افغانستان سره نااعلان شوې جګړه پای ته ورسوي او همدا راز یې د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته د مېشتو ولسونو په ژوند کې د اساسي تغییراتو لپاره د سوداګرۍ پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

د غونډې په پای کې د امن او ثبات سیمه ییز کنفرانس پرېکړه لیک ولوستل شو چې پکې په ډیورنډ کرښه د سوداګرۍ پر زیاتوالي او افغان سولې څخه چې پکې اساسي قانون، د ښځو او لږکیو حقوقو او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې خوندي وي، ملاتړ وشو.