روهي (دوه نۍ/۱۸ د کب)، په کابل کې یو شمېر افغان ښځې وایي، چې په هېواد کې روان څلویښت کلن جنګ تر ټولو ډېره قرباني له دوی اخیستې.
د مارچ اتمه چې په ټوله نړۍ کې د ښځې د نړېوالې ورځې په نوم نمانځل کیږي په افغانستان کې هم د پلازمینې کابل سربیره په بیلابیلو ولایتونو کې په داسې حال کې نمانځل کیږي چې لا هم په هېواد کې ښځې له فقر، نا امنۍ او بې سوادۍ ترڅنګ د حقوقي او روغتیايي خدماتو د نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
افعان ښځې وایي، چې لا هم په افغانستان کې د امنیت نشتون دوی په ډیریو سیمو کې له خپلو حقوقو څخه بې برخې کړي، د افغان ښځو په وینا چې که څه هم په وروستیو کې په هېواد کې د ښځو لپاره کار شوی او دې برخه کې ځیني پرمختګونه رامنځته شوې او تر ډېره اوس ښځې کولی شي چې مهم مسؤلیتونه ترلاسه او مخکې یوسي خو دوی د جنګ له ښکېلو اړخونو غواړي چې په هېواد کې د سولې د تامین لپاره له ترلاسه شوې فرصت ګټه واخلي.
د مارچ اتمه چې په ټوله نړی کې د ښځې د ورځې په نوم یادیږي له تیرو یوولسو کلونو راهیسې په افغانستان کې هم نمانځل کیږي خو په بدو کې د نجونو ورکول، په زور او ټیټ عمر ودول، وهل ټکول، د جنسي تیري او د ښځو وژل هغه جدي ستونزې او ناخوالې دي چې لا هم افعان ښځې ورسره مخامخ دي.
وروستي