د انتوني بلنکېن له خوا ولسمشر غني ته د لېږل شوي ليک په اړه د امرالله صالح توند غبرګون او دريځ 

روهي (دوه نۍ/۱۸ د کب)، د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير انتوني بلنکېن ليک ته توند غبرګون ښوودلی دی او ويلي دي چې هېڅ څوګ او هېڅ فشار له افغانانو د رايې حق نه شي اخېستلی. 

صالح ويلي دي چې د افغان حکومت په دريځ کې هېڅ ډول تغير نه دی راغلی او دا ډول فشارونه نه شي کولی چې پر حکومت فشار راوړي او د هېواد له اساسي قانون سره په ټګر کې غوښتنې پر ومني. 

د امرالله صالح په وينا چې دغه ليک کې د انتقالي حکومت مساله د يو ځوړند پُل په ډول ده چې د افغانستان د مېلېونه خلکو ژوند تيارې ته وړي. 

صالح خبرداری ورکړی دی چې سوله کوو خو هغه سوله نه چې څوګ يې پر امرانه ډول راباندې ومني. صالح خبرداری ورکړی دی چې دا ډول فشارونه که د امريکا او يا بل هر لوري وي دوی ته د منلو نه دي.