حوثي یاغیانو د سعودي عربستان د ارامکو د تیلو په تاسیساتو توغندیز بریدونه کړي

روهي (دوه نۍ/۱۸ د کب)، حوثي یاغیانو رسنیو ته تائید کړې چې د سعودي عربستان د تیلو په تاسیساتو یې د ډرون او توغندیز بریدونه کړي دي.

د دوی په وینا چې اته ډرون الوتکو یې چې په دوی پورې تړاو لري د سعودي عربستان د ارامکو د تېلو پر تاسیساتو بریدونه کړي دي.

د حوثي یاغیانو ددې وروستۍ ادعا په تړاو د سعودي عربستان  حکومت ویلې، چې پر دوی د یوه توغندي او یوې بې پيلوټه الوتکې د برید هڅه شوې خو د سعودي عربستان دفاعي سیستم یې مخه نیولې ده.

د یادونې وړ ده، چې ارامکو د سعودي عربستان د تېلو د تولید او بهر ته د صادرولو تر ټولو ستر مرکز دی.