د افعانستان بانک وایي چې نږدې ۱۰۰ میلیارده نوي بانک نوټونه یې چاپ کړي

روهي (دوه نۍ/۱۸ د کب)، د افغانستان بانک وایي، چې تازه یې د افغانیو ۱۰۰ میلیارده نوي بانک نوټونه چاپ کړي.

د افغانستان بانک د مسؤلینو په خبره چې ۱۰۰ میلیارده نوي بانک‌ نوټونه یې چاپ کړي او یوه برخه یې هېواد ته رسېدلې چې عملاً ورڅخه هېوادوال ګټه اخلي.
 
د افغانستان بانک داسې مهال د نویو بانک نوټونو د چاپ خبره کوي چې په هېواد کې د زړو بانک نوټونو خلک له ستونزو سره مخ کړي او ورځنۍ راکړه ورکړه کې د وړو پیسو نشتون او کموالې د خلکو نیوکې را پوروته کړې دي.