روهي (دوه نۍ/۱۸ د کب)، افغان حکومت وایي، چې طالبان د پسرلي په راتګ سره د جګړې د تېزوالې په موخه په پلان جوړونه لګیا دي.
پرون د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي امنیتي د امنتي مسؤلینو یوې غونډې ته ویلې چې طالبان بوخت دي ترڅو په پسرلي کې د جګړو د تېزوالې په موخه خپل پلان چمتو کړي.
بلخوا د افغان حکومت دا وروستۍ څرګندونې طالبانو رد کړي، ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلې چې د دوی ټول پام د سولې په روانو خبرو دی خو په وینا یې چې د حالت ته تغیر ته هم چمتو دي.
وروستي