د بلنکن لیک ولسمشر غني ته: ترکیه کې د سولې غونډه کیږي خپله او یا هم استازی راولیږه سولې ته حل لار پیدا کوو

روهي ( یوه نۍ / ۱۷ د کب )، زلمي خلیلزاد قطر کې له طالب استازو سره د سولې موقت حکومت نوې طرح شریکه کړې ده. 
 
قطر کي د طالبانو د سیاسي دفتر یوې سرچینې رسنیو ته تاییده کړه چې دغه طرحه ورسره شریکه شوې، خو ویل کیږي، طالبان به ددې طرحې پراساس په جوړېدونکي مؤقت حکومت کې برخه وانه خلي، خو ممکن د نوي جوړېدونکي حکومت تشکیل سره توافق وکړي.
 
زلمي خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې یا اوربند وکړي او یا هم تر اویا سلنې پورې تاوتریخوالی راکم کړي، خو طالبانو اوربند رد کړی او وایي د تاوتریخوالي پرکمېدو غور کوي.
 

ولسمشر ته د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکېن ليک لیږلی او ورته یې ویلي «راتلونکو څو اوونيو کې به په ترکيه کې د حکومت او طالبانو ترمنځ غونډه راوبلل شي او همالته به د دواړو خواو ترمنځ د سولې تړون هم وروستی شي، يا دې ولسمشر غني په‌خپله په‌دې غونډه کې ګډون وکړي او يا دې خپل استازی واستوي. په راتلونکي پسرلي کې د جګړې شدت د مخنيوي په هدف امريکا "درې‌مياشتني‌اورکم" طرحه هم چمتو کړې»
 

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن کابل کې یوې غونډې ته ویلي زلمي خلیلزاد داسې طرح وړاندې کړې څو واک د جمهوریت او طالبانو ترمنځ تقسیم شي. 
 
محب وایي چې دا طرح د امریکا د حکومت طرح نه ده بلکې ددې لپاره جوړه شوې څو د سولې پروسه چټکه شي.
د سولې نامعلوم برخلیک ته خلک اندیښمن او روان حالت د اندیښنې وړ بولي.