د ټاپي پروژې امنيتي طرحه تصويب شوه

روهي (یوه نۍ/۱۷ د کب)، د ملي امنیت شورا دفتر وایي، د ملي امنيت سلاکار په مشرۍ د امنيتي سکټور د لوړپوړو چارواکو په غونډه کې د ټاپي پروژې امنيتي طرحه تصويب شوه. 

 نن د افغان حکومت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په مشرۍ د امنيتي سکټور د لوړ پوړو مقاماتو په غونډه کې د ټاپي پروژې امنيتي طرح، چې له مخې به یې ددې پروژې د تطبیق امنیت ساتل کېږي، تصويب شوه. 

د ملي شورا دفتر له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوې، چې یادې غونډې ته امنیتي مسولینو د امنيتي وضعيت په هکله د راپور په وړاندې کولو سره وویل، تېره اوونۍ ۷۳ کسان هدفي وژنو او مقناطیسي بمونو د ایښودو په ګډون د بېلابېلو نورو تروریستي جرمونو په تور نیول شوي دي. 

په غونډه کې دغه راز ټینګار وشو چې د ننګرهار امنيتي وضعيت او په کندهار کې د پوليسو اړوند ستونزې دې ژر تر ژره حل شي.