ډاکټر عبدالله: د جمهوريت نظام ډېرې نېمګړتياوې لري 

روهي (يوه نۍ/۱۷ د کب)، د حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پر دې اعتراف کوي چې د جمهوريت نظام له نېمګړتياوو خالي نه دی. نوموړي دغه څرګندونې نن ورځ کابل کې يوې  ناستې کې کړې دي. 

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د طالبانو په شمول د يو ګډ حکومت او د سولې  لپاره د زلمي خلیلزاد طرحې ته په اشارې ويلي دي چې بايد په دې ډول طرحو خبرې وشي؛ بايد ويره ترې ونه لرو. 

عبدالله عبدالله ويلي دي چې د سولې لپاره پر هرې طرحې بايد فکر او بحث وشي، مونږ بايد د دغه ډول طرحو څخه ويره او ترس ونه لرو. 

که څه عبدالله عبدالله په څرګنده ولسمشر غني خپل مخاطب نه دی ګرځولی خو تر ډېره يې د سولې طرحو په اړه نننۍ خبرې د ولسمشر غني د تېر ېورځې خبرو په اړه وې چې د ولسي جرګې د ۱۷مې تقنيني دورې د درېيم کال د پرانېستې مراسمو  کې يې کړې وې.