د افغانستان او خیبرپښتونخوا سیاستوالو ګډ د امن او ثبات کنفرانس نن په کابل کې پیل شو

روهي (یوه نۍ/۱۷ د کب)، د افغانستان د قومونو او قبایلو  وزیر، محب الله صمیم وایي، چې جګړه د افغانانو فرهنګ نه دی، د نوموړي په خبره چې جګړه په افغانانو تحمیل شوې او زیاتوي چې د جګړې عوامل باید په ګوته او د له منځه وړلو لپاره یې ګډې هڅې وشي.

نوموړي چې نن یې په کابل کې د افغانستان او خیبر پښتونخوا د مشرانو او چارواکو په ګډون د دواړو سیمو لپاره د امن او ثبات په تړاو په جوړ کنفرانس کې خبرې کولې وویل چې غواړي ترڅو د داسې شریکو هڅو په پایله کې په سیمه کې د روان جنګ د ختمې لپاره خپل کوششونه جاري وساتي.

کنفرانس ته د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په خپلو څرګندونو په سیمه کې روانه جګړه د نورو لخوا د خپلو ګټو جګړه وبلله او په وینا یې چې د سولې لپاره د رامنځته شوې فرصت څخه باید ګټه واخیستل شي ترڅو روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
 
کنفرانس ته له خیبر پښتونخوا څخه راغلو سیاستوالو په سیمه کې روانه جګړه اسلامي نه بلکې د قدرت او ګټو جګړه یاده کړه د دوی په باور پکار ده ترڅو د روانې جګړې د پای لپاره په دواړو خواو کې د امن او ثباب هڅې دوامداره وساتل شي دوی زیاتوي چې دا ډول هڅې کولی شي ترڅو د افغان وطن ناره لا پیاړوي کړي او په سیمه کې د یوالي یو نوی باب پرانیزي.
 
باید یاده شي په کابل کې د امن او ثبات تر عنوان لاندې دې دوه ورځني ملي کنفرانس کې د پښتونخوا او بلوچستان په سیاسي او فرهنگي مشرانو سربېره، د افغان حکومت لوړ پوړي چارواکي قومي مشران، سیاسیون او مدني فعالان په هېواد او پښتون میشتو سیمو کې د امن او ثبات د ټینګښت په اړه سره را ټول شوي.