په سمنګان کې د فوټبال روزنې D درجې ټولګی پای ته ورسېد

روهي (یوه نۍ/۱۷ د کب)، د هېواد د فوټبال فدراسیون د D درجې ټولګی چې د سمنګان ولایت د مربیانو د پوهې لوړاوي په موخه په دغه ولایت کې پیل شوی و، پرون پای ته ورسېد.

د دغه ټولګي ښوونکی ظاهر حسني وایي، چې د ټولګي د ترسراوي موخه د تازه کارو مربیانو د پوهې کچې لوړاوی و.
د نوموړي په وینا، مربیان د روزنې د اساسي تاکتیکونو په زده کولو سره ځان لوړو پوړیو ته رسولی شي.

په یاد شوي ټولګي کې د ۲ ښځینه مربیانو په ګډون، ۲۴ روزونکو ګډون کړی و او د ۶ ورځو په موده کې یې په عملي او نظري توګه روزنه ترلاسه کړه.

ټاکل شوې ده، چې د دغه په پای کې، غوره او تکړه ګډونوال د C درجې ټولګي ته هم معرفي شي.