وچکالي، ننګوونکی  ګواښ!

د فیوز نټ ( د قحطۍ په اړه د خبروای ادرې) د وروستي راپور په اساس به د ۲۰۲۱ کال  په اوږد کې د هېواد ۹ ولایتونه په لومړني پړاو کې او۲۲ نورو ولایتونو په دوهم پړاو کې د قحطۍ له جدي ګواښ سره مخ شي.

فیور نټ زیاتوي، چې د هېواد په اکثریت ولایتونو د کم اورښت لامله د غنمو حاصلات کم شوي. د کندهار او هلمند خلکو هم سږ کال د انارو کم حاصلات را ټول کړل او اټکل دا ده چې د سږ کال په اوږدو کې به  اورښت کم او د کلیوالي خلکو په حاصلاتو کې د پام وړ کموالی راشي.

 راپور زیاتوي، چې د  ۲۰۲۰ کال په اولو پنځو میاشتو کې ۸۶،۰۰۰ زره خلک چې ډيری یې له جنوبي ولایتونو څخه دي، د جګړو له امله نورو سېمو ته کډه شوي او د دې ترڅنګ د ۲۰۲۰ په اولو پنځو میاشتو کې د کرونا اوبا د خپریدو لامله له ایران څخه  ۳۰۰،۰۰۰  مهاجرین چې اسناد یې نه درلودل هېواد ته راستانه شوي دي.

د دې ترڅنګ د هېواد د هوا پیژندنې ادارې  وړاندوینه کړې چې سږکال به په افغانستان کې سخته وچکالي وي ځکه چې د ژمې په موسم کې دومره واوره ونه وریده چې په پسرلي کې د اوبو کمښت پوره کړي، په راتلونکي کې هم د ډیرو لږو بارانونو وړاندوینه شوې ده.

 د امریکې متحدو ایالتونو د یوې سروې له مخه له ۲۰۰۴ م کاله تر ۲۰۱۲م کاله پورې د افغانستان تر ځمکې لاندې اوبو کچه ۱.۴ متره ښکته شوې وه خو په دغه هیواد کې سپیره وچکالي او په نافني ډول د اوبو کارول ددې لامل شول¸ دا کچه  په ځينو سېمو کې ان تر ۲۰ مترو ښکته شوې ده، چې له دې کبله د افغانستان د اوبه خور دودیز سیستمونه زیانمن شول،  ګڼې څاه ګانې، کاریزونه او چېنې وچې شوې.

د بي بي سي د یوه راپور له مخه د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ اداره "اوچا" وايي په ۲۰۲۱ کال کې ۱۸ اعشاریه ۴ میلیون افغانان چې د ټول هېواد نژدې نیم وګړي جوړوي بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

څه باید وشي؟
 د څښاک اوبو، روعتیایي خدمتونو، زدو کړو او د غربت کمول د تر ۲۰۳۰  کال پوري د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې د تلپاتې پرمختیا له مهمو موخو څخه دي او د هر انسان حق دی، چې دا طبیعي اړتیاوې یې پوره شي. د همدې ادارې د یو بل راپور په اساس ۲۰۱۹ کال د اقلیم د بدلون په برخه کې تر ټولو خراب کال و، خو د کرونا له خپریدو سره چې اقتصادي فعالیتونو په ټپه ولاړ ول، په هوا کې د مضرو ګازونو په خپریدو کې ۶ سلنه  کموالی راغلی و چې دا موقتي و او د اقتصادي فعالیتونو په بیا پیلیدو سره به  یاده  سلنه لوړه شي.  د اقلیم د بدلون منفي تاثیرات د دې خاورینې کرې په هر څه دي، التبه ایکو سیسټم ته جوت او نا جبراندونکي زیان رسوي.

د پاریس اقلیمي بدولون تړون  او د ملګرو ملتونو سرمنشي د اقلیم د بدلون په اړه بیلابیل میانیزمونه وړاندیز کړي، چې په هوا کې د مضرو ګازو د خپریدو مخه نیسي،  تلپاتې او شین چاپیریال د خاورینې کره خلکو ته برابروي.

زه د وچکالۍ او غذایي خوندیتوب په برخه کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په ونډې خبرې کوم.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت همدا اوس د هېواد ۳۴ ولایتونو،  ۱۱۶ ولسوالیو،  په نېږدې درې زره کلیو کې څه باندې ۴۲۳ زره کورنیو ته د ملي دسترخوان له لوري د خوراکي توکو کڅوړې  چې بوره، لوبیا، وړه، غوړي، وریجې او صابون په کې شامل دي ووېشلې، دا پروسه به په ټول هېواد کې روانه وي او د هېواد د نفوس ۹۰ سلنه کورنۍ  به له دې پروګرام څخه د  ۲۰۲۱ کال په اوږدو کې برخمنې شي.

د کرنیزو ځمکو او د څښاک اوبود برابرلو په برخه کې همدا اوس په ټول هېواد کې د څه باندې دوه زره پرمختیایي پروژې چارې  روانې دي، چې څه باندې ۳ میلیونه خلک به ترې ګټه واخلي.

د دې ترڅنګ د کندهار په  ارغنداب ولسوالي کې  د دهلي بند  په پروژه  کار رون دی، چې د ۵۸،۹۲ ميلیونه ډالرو په ارزښت به د ۱۱۹ کانالونو د جوړولو چارې پیل شي، چې ۸۶ زره هکتاره ځمکه به اباده او خړوبه کړي.

د کونړ سیند په دواړو غاړو کې د استنادي دیوال پروژه روانه ده، چې ۳۶۰۰ هکتاره شاړه ځمکه به بیا اباده کړي او ۲۵۰ زره کسان به ترې ګټه اخلي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو سکتور په برخه کې د کړو کارونو نتجه ده، چې یونیسف  په خپل وروستی  راپور کې وویل، چې په  ۲۰۱۷ کال کې په کلیوالي کچه ۲۷ سلنه خلکو د څښاک اوبه ته لاسرسی درلود او اوس په کلیو کې ۵۳،۵ سلنه خلکو د څښاک اوبو ته لاسرسی لري او وزارت هڅه کوي، چې یاده سلنه تر ۲۰۳۰ پوري سلو ته پورته کړي.

د خوړو د خوندیتوب په برخه کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت یوه نوې برنامه د نړیوال بانک د څه باندې ۲۰۰ ميلیونه ډالرو په ارزښت پیلوي، چې په ډېرو زیانمنو شوېو سېمو کې به د غذایي خوندیتوب، وچکالۍ او قحطۍ سره د مبارزې په برخه کې د سېستمونو په پیاوړتیا او د پروژو په تطبیق مصرف شي.

د وچکالۍ سره د مبارزې په برخه کې یادې چارې کافي  نه دي، لا ډير کار به باید وشي او د چاپیریال ساتنه د دې هېواد د هر استوګن ملي رسالت دی، چې  د نیالګیو په کېنولو، طبیعي سرچېنو په سمه بڼه کارلو او  چاپیریال ته د زیان رسولو فکتورونه مدیریت کړي.
درنښت